جوزجان کې د څښاک پاکو اوبو کمښت د خلکو ستونزې زیاتې کړې

د جوزجان ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو کمښت د اوسېدونکو لپاره جدي ستونزه ګرځېدلې ده.

ځایي خلک وایي، د پرله‌پسې وچکالۍ او اقلیمي بدلون له امله د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې، ډېری څاګانې وچې یا مالګینې شوې او د څښلو وړ نه دي.

د دغو ستونزو د هواري لپاره یوه خیریه بنسټ له تېرو دوو میاشتو راهیسې د شبرغان ښار او یو شمېر ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې د ټانکرو له لارې د څښاک پاکو اوبو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د بنسټ د معلوماتو له مخې، تر اوسه څلور زره کورنیو ته پاکې اوبه رسېدلې او دا پروګرام لا هم دوام لري.

د شبرغان ښار اړوند د چغچي کلا کلي اوسېدونکي وایي، د سیمې ډېری څاګانې وچې شوې او پاتې اوبه یې دومره مالګینې دي چې د څښلو او ورځني استعمال وړ نه دي.

د هغوی په وینا، د پاکو اوبو وېش د خلکو ډېری ستونزې کمې کړې، خو لا هم د اوبو دوامداره تأمین ته اړتیا شته.

د یاد خیریه بنسټ مسؤلان وایي، هره ورځ د شبرغان، اقچې، خواجه‌دوکوه او قوش‌تپې ولسوالیو هغو سیمو ته پاکې اوبه لېږدوي چې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.

د دوی په خبره، هڅه کېږي چې د اوبو وېش نور هم پراخ شي او ډېرې اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.

ځايي اوسېدونکي له مرستندویو بنسټونو غواړي چې د پاکو اوبو د وېش ترڅنګ د څښاک اوبو د دوامدارو سرچینو د برابرولو لپاره هم عملي پروژې پلې کړي، څو خلک د اوبو له دې اوږدمهالې ستونزې خلاص شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا