حوثیانو د سعودي پر پلازمېنه تازه بریدونه کړي

عربي رسنیو راپور ورکړی چې د یمن حوثیانو په سعودي عربستان کې د ریاض پر ځینو سیمو د ډرونونو او توغندیو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د ریاض په بېلابېلو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د ښار هوايي ډګر هم تړل شوی دی.
تر اوسه سعودي چارواکو په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.
بل لور ته، حوثیانو د خپلو بریدونو په اړه ویلي چې د دوی پوځي اقدامات د یمن پر وړاندې د سعودي پوځي عملیاتو په غبرګون کې ترسره کېږي.
د حوثیانو په وینا، دوی هڅه کوي پر سعودي فشار راوړي څو په یمن کې خپل پوځي عملیات ودروي.
په همدې حال کې، سعودي ځواکونو په یمن کې د حوثیانو پر ضد هوايي او پوځي عملیات کړي دي.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو د دغو ادعاوو کره جزئیات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
د وروستیو نښتو له امله د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی او د سیمې د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې شوې دي.
یو شمېر هېوادونو د شخړې د سولهییز حل، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.

