دایکنډي کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل جوړولو چارې پیل شوې

په دایکنډي ولایت کې ځايي مسوولین وايي، د اشترلي ولسوالۍ پر «اهنګران» سیند د ۱۶ میلیونه او ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د موټرو یوه پل جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دایکنډي ټولګټو رییس مولوي اکرامالله عبدالرافع ویلي، دغه پل د ټولګټو وزارت له بودجې جوړېږي او ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره سور لري.
نوموړي زیاته کړې، د پل جوړولو چارې به په ۱۱ کاري میاشتو کې په پاخه او اساسي ډول بشپړې شي.
د هغه په وینا، د پروژې له بشپړېدو سره به د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکو ته د ولایت مرکز ته د تګ راتګ زمینه اسانه شي.

