دفاع وزیر وايي پاکستان ته به د هر ډول تېري په وړاندې حساب شوی ځواب ورکړل شي

د اسلامي امارت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، امنیتي ځواکونه د کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لري او که پاکستان هر ډول «تېری» وکړي، افغانستان به ورته «حساب شوی» ځواب ورکړي.

مجاهد له ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان اوسنی پوځ شاوخوا ۱۵۰ زره سرتېري لري، خو د هېواد د امنیتي اړتیاوو له مخې ښايي دغه شمېر له دوه تر درې برابره زیاتولو ته اړتیا وي.

هغه ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره لازم چمتووالی لري او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې به لازم اقدامات ترسره کړي.

د دفاع وزیر څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او دواړو لورو د سرحدي پېښو په تړاو یو پر بل څرګندونې کړې دي.

مجاهد ټینګار کوي چې افغانستان د خپل امنیت او حاکمیت ساتنې په برخه کې هر ډول احتمالي وضعیت ته چمتو دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا