د افغانستان او ایران ترمنځ د کانونو، نفتو او ګازو د ګډو پانګونو په اړه خبرې شوې

د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رییس محمود سیادت، د ایران د سفیر او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د پلاوي په ملتیا د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو له مرستیال عبدالرحمن قانت سره کتلي دي.
یادې خونې ویلي، په دې ناسته کې د کانونو، نفتو او ګازو په برخو کې د ګډو پانګونو، د نفتي زېرمتونونو د جوړولو، د ګډې مشورتي او پانګونې کمېټې د رامنځته کولو، افغانستان ته د ایران د ګازو د لېږد او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې شوې دي.
محمود سیادت د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د توکو د تبادلې د اسانتیا لپاره په بندرونو کې د ګډو پانګونو ځانګړو زونونو د جوړېدو وړاندیز هم کړی، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د مرستیال له لوري یې هرکلی شوی دی.
عبدالرحمن قانت ویلي چې اسلامي امارت د ګډو پانګونو ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې د اسلامکلا په پوله کې د بازارونو د رامنځته کېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرېږي.

