د افغانستان د فوټسال لوبډلې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ د کانټیننټال جام سیالیو په خپلې وروستۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶–۱ په سترې بریا ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې په دې سیالۍ کې غوره او پیاوړې لوبه وړاندې کړه او د شپږو ګولونو په وهلو سره یې سیالې لوبډلې ته درنه ماتې ورکړه.
په دې بریا سره افغانستان د کانټیننټال جام سیالۍ د یوې بریا، یوې مساوي او دوو ماتو په لرلو پای ته ورسولې.
افغانستان تر دې مخکې له تایلنډ او ویتنام څخه ماتې خوړلې وې او د روسیې پر وړاندې یې مساوي پایله خپله کړې وه.
د تایلنډ کانټیننټال جام سیالۍ د افغانستان، کوربه تایلنډ، ویتنام، روسیې او نیوزیلنډ په ګډون ترسره شوې، چې د ګډونوالو لوبډلو لپاره د راتلونکو نړیوالو سیالیو د چمتووالي مهم پړاو بلل کېږي.

