د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له نیوزیلانډ سره لوبېږي

ټاکل شوې ده، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن (پنجشنبه) د کانټینینټل کپ سیالیو په لړ کې خپله څلورمه لوبه د نیوزیلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، دغه سیالي به د تایلنډ په کوربه‌توب ترسره شي او د افغانستان پر وخت به د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو پیل شي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې په خپلې لومړۍ لوبه کې تایلنډ ته، په دویمه کې ویتنام ته ماتې خوړلې او په درېیمه لوبه کې یې د روسیې پر وړاندې مساوي پایله خپله کړې ده.

د کانټینینټل کپ سیالۍ د اګسټ له لومړۍ تر شپږمې نېټې د تایلنډ په کوربه‌توب ترسره کېږي.

په دې سیالیو کې د افغانستان، تایلنډ، ویتنام، نیوزیلنډ او روسیې لوبډلې ګډون لري او دغه ټورنمنټ د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د لوبډلو د چمتووالي مهم فرصت ګڼل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا