د امریکا د توغندیو په زېرمو کې چټک کمښت

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د سلاکارانو او پنټاګون د یو شمېر چارواکو د اندېښنو له امله، د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پراخولو پلانونه د اوس لپاره ځنډولي دي.
د راپورونو له مخې، د دغې پرېکړې یو مهم دلیل په منځني ختیځ کې د امریکا د هوايي دفاع د مهماتو، په ځانګړي ډول د «پاټریوټ» دفاعي توغندیو د زېرمو کمېدل بلل شوي دي. ویل کېږي چې د امریکا د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر، جنرال ډان کاین، خبرداری ورکړی چې د پراخو پوځي عملیاتو دوام به د امریکا د مرکزي قوماندانۍ دفاعي وړتیا تر فشار لاندې راولي.
راپورونه زیاتوي چې د ټرمپ په مشرۍ د لوړپوړو سلاکارانو او کابینې غړو په وروستۍ غونډه کې، په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو، د سیمې پر امنیت، نړیوال اقتصاد، د انرژۍ پر بیو او د کډوالۍ پر وضعیت د احتمالي اغېزو په اړه هم بحث شوی دی.
د راپور له مخې، تېره اوونۍ په اردن کې د توغندیز برید له امله درې امریکايي سرتېري وژل شوي، چې له هغې وروسته د امریکا د دفاعي چمتووالي په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
بلخوا د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، ډونالډ ټرمپ لا هم د بېلابېلو انتخابونو ارزونه کوي، خو د پوځي کړکېچ د لا پراخېدو پر ځای د ډیپلوماتیکې لارې ملاتړ کوي.
راپورونه دا هم ښيي چې د امریکا د حکومت دننه یو شمېر چارواکي باور لري چې د پوځي اقداماتو پراخول به د اوسني وضعیت په حل کې اغېزناک نه وي او ډیپلوماتیکې هڅې د کړکېچ د مدیریت لپاره مهمې بلل کېږي.

