د امریکا ساحل ته نږدې پر یوې سترې نفتوړونکې بېړۍ سایبري برید شوی

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې «اېفبياې» او ساحلي ساتونکو ځواکونو د ټکساس ایالت پر لور روانې یوې سترې نفتوړونکې بېړۍ، «وياېل پراسپېریټي»، د احتمالي سایبري برید په اړه څېړنې کړې دي.
امریکايي چارواکو ویلي، د بېړۍ په برېښنايي شبکې کې د ناوړه سایبري فعالیت نښې موندل شوې دي.
د راپورونو له مخې، دغه بېړۍ د اګست پر ۷مه د جبلالطارق له تنګي د تېرېدو پر مهال له احتمالي سایبري برید سره مخ شوې وه.
وروسته، د اګست پر ۲۱مه د امریکا ساحلي ساتونکو او اېفبياې ځانګړو ډلو بېړۍ وپلټله او د هغې برېښنايي او عملیاتي سیستمونه یې وڅېړل.
ځینو رسنیو د نامعلومې سرچینې په حواله ادعا کړې چې بریدګر د بېړۍ د انجن خونې ځینو سیستمونو، د انجن د یخولو او سونتوکو برخو ته لاسرسی موندلی و.
خو امریکايي چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو بشپړ جزئیات نه دي تایید کړي او نه یې ویلي چې برید د کوم هېواد یا ډلې له لوري شوی دی.
امریکايي چارواکي وايي، د څېړنې پر مهال د بېړۍ د عملیاتو د ګډوډۍ، د عملې د خوندیتوب یا چاپېریال ته د زیان کومه نښه نه ده ثبت شوې.

