د ایران په بریدونو کې د امریکايي اډو د ویجاړۍ تازه انځورونه

د سي‌بي‌اېس نیوز په خپرو شویو تازه انځورونو کې په منځني ختیځ کې پر امریکايي پوځي اډو د ایران له بریدونو وروسته د ودانیو، پوځي وسایطو او الوتکو د زیانونو کچه ښودل شوې ده.

د راپور له مخې، دغه انځورونه امریکايي سرتېرو په مستعار ډول دې شبکې ته سپارلي دي.

په یوه انځور کې د سعودي عربستان د شهزاده سلطان هوايي اډې کې د بوینګ «E-3 سنټري» الوتکې شا برخه زیانمنه لیدل کېږي.

د کویټ په کمپ بوهرینګ اډه کې هم د پوځي وسایطو، ټرېلرونو او ودانیو د زیانمنېدو انځورونه خپاره شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د عمومي پلټونکي په وروستي راپور کې ویل شوي چې د یادو بریدونو له امله د امریکايي پوځي تجهیزاتو زیان نږدې ۳.۷ میلیارده ډالرو ته رسېږي او شاوخوا ۶۰ الوتکې هم پکې شاملې دي.

راپور زیاتوي چې د ایران بریدونه په کویټ، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، عراق، عمان او اردن کې پر امریکايي پوځي اډو لګېدلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا