د ایران په بریدونو کې د امریکايي اډو د ویجاړۍ تازه انځورونه

د سيبياېس نیوز په خپرو شویو تازه انځورونو کې په منځني ختیځ کې پر امریکايي پوځي اډو د ایران له بریدونو وروسته د ودانیو، پوځي وسایطو او الوتکو د زیانونو کچه ښودل شوې ده.
د راپور له مخې، دغه انځورونه امریکايي سرتېرو په مستعار ډول دې شبکې ته سپارلي دي.
په یوه انځور کې د سعودي عربستان د شهزاده سلطان هوايي اډې کې د بوینګ «E-3 سنټري» الوتکې شا برخه زیانمنه لیدل کېږي.
د کویټ په کمپ بوهرینګ اډه کې هم د پوځي وسایطو، ټرېلرونو او ودانیو د زیانمنېدو انځورونه خپاره شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت د عمومي پلټونکي په وروستي راپور کې ویل شوي چې د یادو بریدونو له امله د امریکايي پوځي تجهیزاتو زیان نږدې ۳.۷ میلیارده ډالرو ته رسېږي او شاوخوا ۶۰ الوتکې هم پکې شاملې دي.
راپور زیاتوي چې د ایران بریدونه په کویټ، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، عراق، عمان او اردن کې پر امریکايي پوځي اډو لګېدلي دي.

