د بشري حقونو څار بنسټ: پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ۳۰ لاریونوال وژل شوي

د بشري حقونو څار بنسټ (HRF) د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستاني حکومته یې غوښتي چې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور له کارونې ډډه وکړي.

دغه بنسټ په خپل راپور کې ویلي، د تېرو درېیو ورځو پر مهال د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ۳۰ سوله‌ییز لاریونوال په ډزو وژل شوي دي.

د راپور له مخې، پاکستاني حکومت باید د اعتراضونو پر وړاندې د زور کارول ودروي، د ګرځنده مخابراتو بند شوي خدمتونه بېرته فعال کړي او د زور د هر ډول ناقانونه کارونې په تړاو شفافې او قانوني څېړنې ترسره کړي.

بنسټ ټینګار کړی چې د سوله‌ییزو اعتراضونو د ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو له تاوتریخوالي ډکو اقداماتو باید ډډه وشي او د هغو پېښو د عاملانو پر وړاندې قانوني او روڼ چلند وشي.

د راپور له مخې، په وروستیو ورځو کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د لاریونونو پر مهال لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او یو شمېر نور هم نیول شوي دي.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د یاد راپور د محتوا په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا