د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ هوايي بریدونه زیات شوي

حوثیانو د یکشنبې په ورځ ادعا کړې چې سعودي عربستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن په بېلابېلو سیمو کې د دوی پر مرکزونو ۵۸ هوايي بریدونه کړي دي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع په ټیلیګرام کې ویلي، په دغو بریدونو کې د صعدې او منابیه سیمې هم په نښه شوې دي.
نوموړي ادعا کړې چې وروسته د الجوف ولایت پر یوه بازار هم دوه هوايي بریدونه شوي دي.
حوثیانو ویلي، له تېرې سې شنبې راهیسې یې پر خپلو مرکزونو د څه باندې ۱۰۰ هوايي بریدونو راپورونه ثبت کړي دي؛ خو سعودي عربستان تر اوسه دغه ادعاوې نه دي تایید کړې.
د راپورونو له مخې، دا نښتې داسې مهال روانې دي چې له جولای راهیسې د یمن کورنۍ جګړه یو ځل بیا شدیده شوې ده.

