د راتلونکي کرکټ نړیوال جام لپاره نوی قانون تصویب شو

د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د ۲۰۲۸ کال شل اوریز نړیوال جام لپاره نوی سیالیز جوړښت تصویب کړ.

د نوي قانون له مخې، ۲۰ لوبډلې به په پنځو ګروپونو کې سیالۍ وکړي او له هر ګروپ څخه به دوه مخکښې لوبډلې د «سوپر ۱۰» پړاو ته لار ومومي.

په سوپر ۱۰ پړاو کې به لس لوبډلې په دوو ګروپونو ووېشل شي او هره لوبډله به له خپلې ډلې له ټولو سیالانو سره یو ځل ولوبېږي. د هر ګروپ لومړۍ درجه لوبډله به نېغ په نېغه نیمه پایلوبې ته ووځي.

د نیمه پایلوبې پاتې دوه ځایونه به د هر ګروپ د دویم مقام لرونکې لوبډلې او د مقابل ګروپ د درېیم مقام لرونکې لوبډلې ترمنځ د پلی‌آف سیالیو له لارې وټاکل شي. د دغو لوبو ګټونکې لوبډلې به نیمه پایلوبې ته لار ومومي او له هغې وروسته به نیمه پایلوبه او پایلوبه د پخواني سیستم له مخې ترسره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا