د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ دی

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د هوا تودوخه د لوړېدو په حال کې ده او له خلکو یې غوښتي چې د ګرمۍ د ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
دغه سازمان ویلي، خلک دې د ورځې په تر ټولو ګرمو ساعتونو کې له اړتیا پرته له کوره نه وځي، په سیوري او یخو ځایونو کې دې پاتې شي، له سختو فزیکي فعالیتونو دې ډډه وکړي او د بدن د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره دې کافي مایعات وکاروي.
بل لور ته، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي عمومي ریاست هم خبرداری ورکړی چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به د هېواد په شمالي او لوېدیځو سیمو کې د هوا تودوخه په غیر معمولي ډول لوړه شي او په ځینو سیمو کې به له ۴۵ درجې سانتيګراد څخه هم واوړي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې څو ځله د سختو تودوخو، وچکالۍ او سېلابونو له امله زیانمن شوی او اړوندو ادارو له خلکو غوښتي چې د هوا پېژندنې خبرداریو ته جدي پاملرنه وکړي.

