د روغتیا نړیوال سازمان پخوانی چارواکی وایي امریکا د کرونا ویروس په رامنځته کولو کې رول درلود

د امریکا د یوه پوهنتون استاد او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د کوویډ-۱۹ اړوند د یوې پخوانۍ کمېسیون مشر، جیفري ساکس، ادعا کړې چې د امریکايي ادارو په مالي ملاتړ ترسره شویو ځینو څېړنو د کرونا ویروسونو په جنیټیکي بدلون کې رول درلود.

ساکس ویلي، د شته اسنادو له مخې، په امریکا کې د ترسره شویو ځینو څېړنیزو پروژو پر مهال د کرونا ویروسونو په جنیټیکي جوړښت کې بدلونونه راوستل شوي او د ده په وینا، ښايي همدې څېړنو د هغه نوي ویروس په رامنځته کېدو کې ونډه لرلې وي چې وروسته د کوویډ-۱۹ وبا لامل شو.

هغه ادعا کړې چې یادې څېړنې د امریکا د روغتیا ملي انسټیټیوټ (NIH) په مالي ملاتړ او د شمالي کارولینا پوهنتون د یوې څېړنیزې ډلې له لوري ترسره شوې دي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال خپرېږي چې په تېرو کلونو کې یو شمېر امریکايي چارواکو، د ډونالډ ټرمپ په ګډون، چین د کوویډ-۱۹ وبا د پیل مسؤل بللی و، خو چین دغه ادعاوې په پرله‌پسې ډول رد کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د کوویډ-۱۹ وبا له امله په نړۍ کې له اووه میلیونو څخه ډېرې مستقیمې مړینې ثبت شوې دي.

دغه سازمان همداراز اټکل کړی چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د وبا د مستقیمو او غیرمستقیمو اغېزو له امله د مړینو شمېر شاوخوا ۲۲ اعشاریه ۱ میلیونو ته رسېدلی دی.

ساکس څرګنده کړې چې د دغو ادعاوو د کره والي او د کوویډ-۱۹ د اصلي سرچینې د روښانه کېدو لپاره لا هم هر اړخیزو او خپلواکو علمي څېړنو ته اړتیا شته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا