د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د بیارغونې قرارداد لاسلیک شو

د ټولګټو وزارت د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې قرارداد د څه باندې یو میلیارد او ۲۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د وزارت په وینا، دغه سړک د اولنګ له سیمې پیل او د جبلالسراج پر لور غځېږي چې په اسفالتي بڼه به ورغول شي. د پروژې په چوکاټ کې د پنځو نوو پلګوټو جوړول، د ۳۳ پلګوټو پراخول او د اوبو لېږد لپاره د ۶۰۰ مترو ویالې جوړول هم شامل دي.
چارواکي وایي، د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې په سویلي او شمالي سالنګ او همدارنګه د خنجان ـ دوشي په برخو کې روانې دي او تر دې مهاله یې ګڼې برخې په معیاري او کانکریټي بڼه رغول شوې دي.

