د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د بیارغونې قرارداد لاسلیک شو

د ټولګټو وزارت د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې قرارداد د څه باندې یو میلیارد او ۲۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د وزارت په وینا، دغه سړک د اولنګ له سیمې پیل او د جبل‌السراج پر لور غځېږي چې په اسفالتي بڼه به ورغول شي. د پروژې په چوکاټ کې د پنځو نوو پلګوټو جوړول، د ۳۳ پلګوټو پراخول او د اوبو لېږد لپاره د ۶۰۰ مترو ویالې جوړول هم شامل دي.

چارواکي وایي، د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې په سویلي او شمالي سالنګ او همدارنګه د خنجان ـ دوشي په برخو کې روانې دي او تر دې مهاله یې ګڼې برخې په معیاري او کانکریټي بڼه رغول شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا