د عراق په چاودنو کې د اوکراین د لاس لرلو ادعا

د عراق د ملي امنیت سلاکار قاسم عبودي ویلي، په دغه هېواد کې د وروستیو چاودنو په تړاو نیول شوې یوه ډله اعتراف کړی چې د اوکراین لپاره یې فعالیت کاوه، خو ټینګار یې کړی چې د بشپړو څېړنو تر پای ته رسېدو مخکې د دې پېښې په اړه وروستۍ پرېکړه نه شي کېدای.

عبودي د دجلې ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، امنیتي ځواکونو هغه څو کسیزه ډله نیولې چې د عراق ځینې دولتي تاسیسات یې په نښه کړي وو.

د هغه په وینا، لومړني معلومات د اوکراین د احتمالي لاسوهنې نښې ښيي، خو د موضوع د روښانتیا لپاره لا هم پلټنې روانې دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د عراق د کردستان سیمې په مرکز اربیل کې لږ تر لږه اووه چاودنې وشوې.

د راپورونو له مخې، لومړۍ چاودنه د سې‌شنبې ورځې په سهار ترسره شوې ده.

د دجلې ټلوېزیوني شبکې د راپور له مخې، یادې چاودنې دولتي تاسیسات په نښه کړي دي.

بلخوا، د ایران تسنیم خبري اژانس ادعا کړې چې چاودنې د خلیفان او سوران په سیمو کې د ایران مخالفو کردي وسله‌والو ډلو پر مرکزونو شوې او ویلي یې دي چې دغه بریدونه د بې‌پیلوټه الوتکو له لارې ترسره شوي دي.

تر اوسه د اوکراین حکومت د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د پېښې د څرنګوالي او د مطرح شویو ادعاوو د کره‌والي په اړه پلټنې لا هم دوام لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا