د عمران خان پخوانۍ مېرمن بیا واده وکړ

جمیما ګولډسمېت، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پخوانۍ مېرمن، په ۵۲ کلنۍ کې له ایرلنډي ـ اسټرالیايي پانګهوال کامرون اورایلي سره واده کړی دی. د نوموړې کورنۍ د واده خبر تایید کړی او مراسم په خصوصي بڼه ترسره شوي دي.
جمیما او ۶۲ کلن اورایلي شاوخوا یو کال مخکې سره بلد شوي وو او د فلمونو او مستندونو په برخه کې د ګډو فعالیتونو له لارې یې اړیکه پیل شوې وه.
اورایلي د اکسفورډ پوهنتون فارغ او د ایرلنډ د پخواني رسنیز سوداګر سر انتوني اورایلي زوی دی.
جمیما له ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۴ کال پورې له عمران خان سره واده کړی و او دوه زامن لري.
هغې وروسته د فلم جوړونې او فلملیکوالۍ په برخه کې فعالیت ته دوام ورکړ. جمیما د سپټمبر پر ۱۶مه د خپل واده لومړني انځورونه هم خپاره کړل.

