د لوی اختر په مناسبت هېواد کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي

د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د هېواد امنیتي ځواکونو له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي، څو خلک وکولای شي د اختر ورځې په امن او ارام فضا کې تېرې کړي.

د امنیتي مسوولینو په وینا، شپه او ورځ ګزمې زیاتې شوې او په عامه ځایونو، جوماتونو، عیدګاهونو، بازارونو، تفریحي سیمو او لویو لارو کې ځانګړي امنیتي تدابیر عملي شوي دي.

مسوولین زیاتوي چې د دې اقداماتو اصلي موخه د خلکو د امنیت تأمین، د نظم ټینګښت او د اختر په ورځو کې د هر ډول احتمالي ګواښونو مخنیوی دی.

په ورته وخت کې له خلکو هم غوښتنه شوې چې د امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د شکمنو پېښو په صورت کې سمدستي اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، څو د اختر ورځې په بشپړ امن کې تېرې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا