د مصنوعي ځیرکتیا د خطرونو د څار لپاره د نړیوالې ادارې جوړولو طرحه

شل هېوادونو او اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا او کارونې پر مهال د بشري کنټرول د ساتلو لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې چې د فنلنډ ولسمشر الکساندر ستوب دفتر خپره کړې، پر دې ټینګار شوی چې مصنوعي ځیرکتیا باید د نړیوالو قوانینو او د انسانانو تر لارښوونې، څارنې او کنټرول لاندې پراختیا ومومي.

لاسلیک کوونکو د ګډو معیارونو جوړولو، د مصنوعي ځیرکتیا اړوند جدي امنیتي پېښو د راپورونو شریکولو او د نړیوالې ادارې جوړولو وړاندیز کړی، څو معیارونه وټاکي او د دغې ټکنالوژۍ د پرمختګ څارنه وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دولتونه، صنعت او ټولنه باید د مصنوعي ځیرکتیا له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره ګډ اقدامات وکړي، خو په عین حال کې باید د هېوادونو ترمنځ د دې ټکنالوژۍ له ګټو څخه د برخمنېدو واټن هم زیات نه شي.

په اعلامیه کې د جرمني، سویلي افریقا، کاناډا، استرالیا، متحده عربي اماراتو او سنګاپور په ګډون د ۲۰ هېوادونو او اروپايي ټولنې استازو ګډون کړی، خو امریکا او چین، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې له مخکښو هېوادونو شمېرل کېږي، دغه اعلامیه نه ده لاسلیک کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا