د نړۍ تر ټولو مشرې ژوندۍ انسانې ۱۱۷مه کلیزه ولمانځله

د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې ژوندۍ انسانه اېتهل کېټرهام نن خپله ۱۱۷مه کلیزه د انګلنډ په سري سیمه کې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره ولمانځله.

کېټرهام د سري په لایټ‌واټر کلي کې د پاملرنې په یوه مرکز کې ژوند کوي او د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې یې د نړۍ تر ټولو مشرې ژوندۍ انسانې لقب ترلاسه کړ.

نوموړې هغه مهال دغه مقام خپل کړ چې برازیلۍ راهبه اینا کانابارو لوکاس په ۱۱۶ کلنۍ کې مړه شوه.

کېټرهام د ټایټانیک بېړۍ له غرقېدو درې کاله مخکې او د روسیې له انقلاب اته کاله مخکې، یعنې په ۱۹۰۹ کال کې زېږېدلې ده.

نوموړې د شلمې پېړۍ د دواړو نړیوالو جګړو شاهده پاتې شوې او د خپلې اوږدې ژوندانه په موده کې یې ګڼ تاریخي بدلونونه لیدلي دي.

هغې په ۲۰۲۰ کال کې، هغه مهال چې ۱۱۰ کلنه وه، پر کورونا ویروس اخته شوه؛ خو وروسته یې روغتیا بېرته ترلاسه کړه.

د ګینس نړیوالو ریکارډونو له مخې، نوموړې له هغو ډېر عمر لرونکو کسانو څخه ده چې له دې ناروغۍ ژوندي پاتې شوي دي.

کېټرهام اصلاً د انګلنډ د همپشایر سیمې د شپټن بېلینجر کلي اوسېدونکې ده او د ویلټشایر په ټیډورت ښارګوټي کې لویه شوې ده.

نوموړې په یوه اته کسیزه کورنۍ کې له اوو خویندو او وروڼو سره رالویه شوې او د کورنۍ له وروستیو ماشومانو څخه وه.

هغې په ۱۹۲۷ کال کې، د ځوانۍ پر مهال، هند ته سفر وکړ او هلته یې د یوې پوځي کورنۍ لپاره د کورنۍ مرستندویې په توګه کار وکړ.

په ۱۹۳۱ کال کې یې په انګلنډ کې له نورمن سره ولیدل، چې هغه مهال یې د برېتانیا په پوځ کې د ډګرمن په توګه دنده ترسره کوله.

دواړه وروسته هانګ کانګ ته لاړل او هلته یې یو وړکتون جوړ کړ.

نورمن په ۱۹۷۶ کال کې ومړ، خو کېټرهام تر دې وروسته هم خپل اوږد ژوند ته دوام ورکړ. د نوموړې خور ګلډیس هم اوږد عمر درلود او ۱۰۴ کلنۍ ته ورسېده.

تېر کال، د خپلې ۱۱۶مې کلیزې څو ورځې وروسته، د بریتانیا پاچا درېیم چارلس هم د کېټرهام لیدو ته ورغی.

هغې د لیدنې پر مهال پاچا چارلس ته د هغه د ځوانۍ یوه خاطره ور په یاد کړه او په ټوکه یې ورته وویل چې په ځوانۍ کې ډېرې نجونې ورسره مینې وې او غوښتل یې واده ورسره وکړي.

کېټرهام تر ۹۷ کلنۍ پورې موټر چلولو ته دوام ورکړی و او اوس د نړۍ تر ټولو مشره ژوندۍ انسانه بلل کېږي؛ خو د تاریخ تر ټولو اوږد عمر لرونکي ثبت شوي انسان ریکارډ لا هم ورسره نشته.

د ګینس نړیوالو ریکارډونو له مخې، فرانسوۍ ژان کالمان، چې په ۱۹۹۷ کال کې مړه شوې، د تاریخ تر ټولو اوږد عمر لرونکې ثبت شوې انسانه ده. هغې ۱۲۲ کاله او ۱۶۴ ورځې ژوند کړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا