د هند ختیځ ساحل ته نږدې یوه بېړۍ ډوبه شوې

هندي ساحلي ساتونکي وايي، له پارادیپ بندر څخه سنګاپور ته روانه یوه باروړونکې بېړۍ د هند په سمندري اوبو کې ډوبه شوې ده.
د مسوولینو په وینا، په بېړۍ کې ۲۰ چینايي، درې میانماري او یو بنګلهدېشي وګړی سپاره وو.
د هند ساحلي ساتونکو قوماندان امیت اونیال ویلي، بېړۍ تر ډوبېدو وروسته ورسره اړیکه پرې شوې او د پاتې عملې د موندلو لپاره دوه ژغورونکې کښتۍ سیمې ته استول شوې دي.
د پارادیپ بندر چارواکو هم د عملې د خوندیتوب هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ژغورنې عملیات د پاتې کسانو د موندلو لپاره روان دي.

