د ټېسټ لوبې د دویمې ورځې لومړۍ برخه پای ته ورسېده

د افغانستان او هند ترمنځ د روانې ټېسټ سیالۍ د دویمې ورځې لومړۍ برخه د افغان توپ‌اچوونکو د اغېزمنې لوبې په ترڅ کې پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په دې پړاو کې ښه توپ‌اچونه وکړه او د هندۍ لوبډلې درې نور لوبغاړي یې هم وسوځول. د لوبې تر دې دمه هندۍ لوبډلې ۴۷۵ منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان له لوري محمد سلیم ساپي تر ټولو بریالی توپ‌اچوونکی و، چې څلور ویکټې یې ترلاسه کړې دي. همداراز ضیاالرحمن شریفي او حشمت‌الله شهیدي هم یوه ـ یوه ویکټه اخیستې ده.

سیالي لا روانه ده او افغان لوبډله هڅه کوي د هند پاتې لوبغاړي ژر وسوځوي او د لومړۍ پاڼۍ د منډو بهیر محدود کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا