راستنېدونکو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې او ۳۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له بېلابېلو لارو ۳۶۳ راستنې شوې کورنۍ، چې د غړو ټول شمېر یې ۱۹۵۰ تنو ته رسېږي، افغانستان ته راستانه شوې دي.
د کمېسیون د راپور له مخې، له دغو کورنیو څخه ۳۱۸ کورنۍ، چې ۱۸۱۰ غړي لري، خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
همداراز له ۳۵۵ کورنیو سره د ۲۴ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو نغدي مرسته شوې، ۳۶۳ سیمکارتونه وېشل شوي او ۱۱۶۳ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې ورکړل شوې دي.
راپور زیاتوي، د استوګنې ځمکو د وېش له پیل راهیسې تر اوسه د وېشل شویو نمرو شمېر ۶۵ زره او ۱۵۵ ته رسېدلی، چې د راستنېدونکو کورنیو د ملاتړ او دایمي مېشتېدو لپاره د روانو هڅو څرګندونه کوي.

