روزګان کې د درې مهمو سړکونو د ترمیم چارې روانې دي

د ټولګټو وزارت ویلي، روزګان ولایت کې د ترینکوټ ـ دهراود، ترینکوټ ـ چورې او ترینکوټ ـ چنارتو سړکونو د ترمیم او داغګیرۍ چارې په چټکۍ روانې دي.

د وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، ویلي چې یاده پروژه د ۱۸ میلیونه او ۴۹۴ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې او تر اوسه یې شاوخوا ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي. د پروژې په چوکاټ کې د سړکونو ترڅنګ د پنځو پلګوټو، ۴۷۰ مترو استنادي دېوالونو او ۳۳۰ مترو معبرو د ترمیم چارې هم ترسره کېږي.

د ټولګټو وزارت زیاتوي، د پروژې په بشپړېدو سره به د یادو ولسوالیو ترانسپورتي وضعیت ښه شي، د خلکو تګ راتګ به اسانه شي او روغتیايي، ښوونیزو او سوداګریزو مرکزونو ته به د اوسېدونکو لاسرسی لا ښه او خوندي شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا