زیلېنسکي: روسیه ښايي د اوکراین جګړې لپاره لږ تر لږه ۳۰۰ زره نور سرتېري وګماري

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، روسیه ښايي د روان کال تر پایه شاوخوا ۳۰۰ زره نور سرتېري وګماري، څو په ختیځ اوکراین کې د خپلې خوښې سیمو د نیولو هڅې بشپړې کړي.

زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې ویلي، اټکل کوي چې روسیه به د کال تر پایه د اوکراین نږدې هماغه اندازه خاوره تر خپلې ولکې لاندې ولري، څومره چې د کال په پیل کې یې درلوده؛ خو نوموړي ادعا کړې چې روسي ځواکونو ته د جګړې پر مهال درانه ځاني زیانونه اوښتي دي.

هغه ویلي، روسیې د روان کال له پیل راهیسې ۲۶۷ زره سرتېري له لاسه ورکړي، چې شاوخوا ۱۵۵ زره یې وژل شوي دي.

خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د اوکراین ولسمشر اټکل کړی چې په روسیه کې له راتلونکو پارلماني ټاکنو وروسته ښايي د نویو سرتېرو د ګمارنې بهیر پیل شي.

هغه ویلي، روسیه به ښايي شاوخوا ۳۰۰ زره نوي سرتېري د دونیڅک سیمې د نیولو لپاره ولېږي.

زېلېنسکي ادعا کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو پوځي قوماندانانو ته امر کړی، څو د کال تر پایه د دونیڅک نیول بشپړ کړي.

د اوکراین ولسمشر ویلي، اوکرایني ځواکونه لا هم د دونیڅک شاوخوا ۲۰ سلنه سیمه تر خپل کنټرول لاندې لري. په دغه سیمه کې سلاویانسک او کراماتورسک هغه مهم ښارونه دي چې ستراتیژیک ارزښت لري.

زېلېنسکي باور څرګند کړی چې روسیه به ونه شي کولای د دونیڅک ټوله سیمه ونیسي.

نوموړي همداراز اټکل کړی چې روسیه ښايي د اوکراین په شمال کې د خارکیف او سومي پر سیمو د بریدونو یا نفوذي عملیاتو هڅه وکړي.

هغه ویلي، اوکرایني ځواکونه د روسیې پولې ته څېرمه د پوځي تجهیزاتو خوځښت څاري، خو تر اوسه یې د بریانسک په سیمه کې د روسي سرتېرو د پام وړ ځای پر ځای کېدل نه دي لیدلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا