سوریه کې سخت خاورین توپان؛ د لید کچه ټیټه شوې ده

د سوریې «حمص» او یو شمېر نورو ښارونو سختې دوړې او خاورو توپانونه ځپلي، چې له امله یې په ګڼو سیمو کې د لید کچه ټیټه شوې ده.
د راپورونو له مخې، د تېزو بادونو له امله خاورې او دوړې فضا ته پورته شوې او په ځینو سیمو کې یې د برېښنا رسونې او ترافیکي چارو بهیر اغېزمن کړی دی.
همداراز، د توپان له امله د برېښنا یو شمېر لینونه پرې شوي او د سیمې اسمان په نارنجي او سور رنګونو پوښل شوی دی.
سوریایي چارواکو له خلکو غوښتي چې له اړتیا پرته له کورونو بهر ونه وځي او د توپان پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
- د هوا پېژندنې او سیمهییزو راپورونو له مخې، د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې وخت ناوخت ورته سختې دوړې او خاورو توپانونه رامنځته کېږي چې د خلکو پر ورځني ژوند، ترافیک او عامه خدمتونو اغېز کوي.

