سپنتا: د پرمختګ او قانونمندۍ پر وړاندې دښمني لا هم روانه ده

رنګین ډاکټر سپنتا د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ویلي، چې شاه امان‌الله خان او همفکرانو یې د اصلاحاتو له لارې افغانستان د پرمختګ او قانون‌پالنې پر لور د یوه ویاړمن څپرکي پرانیستلو ته ورساوه، خو دغه بهیر وروسته له کورنیو مخالفتونو سره مخ شو.

سپنتا پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «له سلو کلونو وروسته هم زموږ په هېواد کې د پرمختګ، قانونمندۍ او ټولنیز عدالت پر وړاندې سخته او وېروونکې دښمني روانه ده.»

نوموړي زیاته کړې، هغه مهال چې د پرمختګ او وروسته پاتې فکر ترمنځ کومې پوښتنې مطرح وې، نن هم په بېلابېلو بڼو موجودې دي.

سپنتا ټینګار کړی: «د افغانستان نارینه او ښځې حق لري چې پخپله د خپل برخلیک ټاکنه وکړي.»

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا