سپنتا: د پرمختګ او قانونمندۍ پر وړاندې دښمني لا هم روانه ده

رنګین ډاکټر سپنتا د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ویلي، چې شاه امانالله خان او همفکرانو یې د اصلاحاتو له لارې افغانستان د پرمختګ او قانونپالنې پر لور د یوه ویاړمن څپرکي پرانیستلو ته ورساوه، خو دغه بهیر وروسته له کورنیو مخالفتونو سره مخ شو.
سپنتا پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «له سلو کلونو وروسته هم زموږ په هېواد کې د پرمختګ، قانونمندۍ او ټولنیز عدالت پر وړاندې سخته او وېروونکې دښمني روانه ده.»
نوموړي زیاته کړې، هغه مهال چې د پرمختګ او وروسته پاتې فکر ترمنځ کومې پوښتنې مطرح وې، نن هم په بېلابېلو بڼو موجودې دي.
سپنتا ټینګار کړی: «د افغانستان نارینه او ښځې حق لري چې پخپله د خپل برخلیک ټاکنه وکړي.»

