عراقچي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډې لپاره نیویارک ته ورسېد

د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د دوشنبې په ورځ، د وږي ۳۰مه، په یوه ډیپلوماتیک پلاوي کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ورسېد.
عراقچي ویلي، دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ له جګړې وروسته د سیمې وضعیت لا هم ترینګلی دی.
هغه ملګري ملتونه د نړیوالو دریځونو د بیان لپاره مهمه زمینه بللې او ویلي یې دي چې ایران به له دې فرصت څخه د خپلو خلکو د حقونو او ملي ګټو د بیان لپاره استفاده وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د جګړې، د ملکي وګړو د وژل کېدو او په میناب کې پر یوه ښوونځي د برید موضوعات به هم د ایران په خبرو او لیدنو کې مطرح شي.
د نوموړي په وینا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به هم د عمومي اسامبلې په غونډه کې وینا وکړي او له بېلابېلو هېوادونو چارواکو، رسنیو، پوهانو او ایرانیانو سره به وګوري.
عراقچي ویلي، له ګډونوالو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره به یې لیدنې د دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو تحولاتو او ملي ګټو په اړه د نظرونو د تبادلې لپاره وي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته روان شوی دی.
د عمومي اسامبلې ترڅنګ د اسلامي همکاریو سازمان، ناپییلو هېوادونو غورځنګ او د چاپېریال اړوند غونډې هم جوړېږي چې ایراني پلاوی به پکې ګډون وکړي.

