عراق: له امریکا سره د ایراني الوتنو د بیا پیل په اړه خبرې کوو

عراق حکومت وايي، له امریکايي چارواکو سره یې خبرې پیل کړې، څو د دغه هېواد ځینې هوايي ډګرونه د ایراني هوايي شرکتونو پر الوتنو لګېدلو محدودیتونو څخه مستثنا شي.

د عراق د لومړي وزیر د اطلاعاتو دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، دغه خبرې د امریکا د خزانې وزارت له لوري د ایراني هوايي شرکتونو پر الوتنو د محدودیتونو له لګېدو وروسته پیل شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، بغداد هڅه کوي د بشري اړتیاوو لپاره، لکه درملنې، زده‌کړو، زیارتونو او د ملکي وګړو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د الوتنو د بیا پیل زمینه برابره کړي.

عراقي حکومت ټینګار کړی چې په سیمه کې د کړکېچ د کمولو ترڅنګ باید د ستونزو د هواري لپاره له خبرو اترو کار واخیستل شي.

بلخوا، د عراق د «نجباء» غورځنګ مشر اکرم الکعبي تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې که د عراق او ایران ترمنځ الوتنې بېرته پیل نه شي، ښايي د دغه هېواد په هوايي ډګرونو کې اعتراضي تحصنونه ترسره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا