لاهور کې پر اذربایجاني سیلانیې د جنسي تېري ادعا؛ درې کسان تورن دي

د راپورونو له مخې، د پاکستان په لاهور ښار کې پر یوې اذربایجاني سیلانیې درېیو کسانو جنسي تېری کړی دی.

راپورونه وايي، د دیانا په نوم دغه نجلۍ د سیاحت په موخه لاهور ته تللې وه، خو درېیو کسانو له نشه‌یي توکو ورکولو وروسته پرې جنسي تېری کړی دی.

د راپورونو له مخې، پولیسو د پېښې په تړاو د تورنو کسانو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا