له ایران سره جګړې د امریکا د پرمختللو مهماتو زېرمې کمې کړې

د امریکا جګړې وزارت وايي، له ایران سره جګړې د دغه هېواد د پرمختللو وسلو او مهماتو زېرمې کمې کړې دي.

د پنټاګون یوې څېړنیزې ادارې ویلي، د پرمختللو مهماتو د زېرمو بېرته پوره کولو په برخه کې ستونزې رامنځته شوې دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران په بریدونو کې پر امریکايي اډو سلګونه ودانۍ او پوځي تجهیزات په نښه شوي او زیانمن شوي دي.

په دغو بریدونو کې د «MQ-9 Reaper» په ګډون یو شمېر امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې هم ویجاړې شوې دي.

تر دې وړاندې د امریکا جګړې وزیر پیټ هیګسټ ویلي وو، چې له ایران سره جګړه تر دې مهاله ۳۷.۵ میلیارد ډالر لګښت لري.

خو یو شمېر کارپوهانو دغه شمېره کمه بللې او اټکل یې کړی چې د جګړې واقعي لګښت ښايي تر اعلان شوې کچې دوه برابره لوړ وي.

په ورته مهال، د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم روان دی.

تهران ټینګار کړی چې تر هغو به له واشنګټن سره خبرې پیل نه کړي، څو شوې ژمنې عملي نه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا