له هراته ایران ته د غوښې صادرات د لومړي ځل لپاره پیل شول

د هرات ولایت څخه د لومړي ځل لپاره ایران ته د غوښې صادرات پیل شول. د صادرونکي شرکت مسوولینو ویلي، له یوه ایراني شرکت سره د لاسلیک شوي تړون له مخې به ټولټال ۱۰۰ ټنه غوښه ایران ته صادره شي، چې په لومړي پړاو کې یې ۷ ټنه لېږدول شوې ده.
د شرکت مشر حفیظالله بهادري ویلي، ټول پسونه د هرات په معیاري مسلخ کې د حفظالصحې له اصولو سره سم حلالېږي او له معیاري بستهبندۍ وروسته ایران ته صادرېږي. د هغه په وینا، د صادراتو لړۍ به په منظم ډول دوام وکړي او پاتې غوښه به هم په راتلونکو اوونیو کې ایران ته ولېږدول شي.
د هرات د قصابانو ټولنې مسوولینو هم ویلي، د ایران ترڅنګ د سیمې نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول ګاونډیو بازارونو ته د غوښې صادرولو بشپړ چمتووالی لري او هڅه کوي د صادراتو کچه نوره هم پراخه کړي.

