متقي: افغانستان د خپلواکۍ او ملي حاکمیت ساتنې ته ژمن دی

مولوي امیرخان متقي وايي، افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې له سختو شرایطو او بېلابېلو ننګونو سره مخ شوی، خو خپله خپلواکي یې ساتلې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان حکومت ټولو هېوادونو ته روښانه پیغام لري چې د افغانستان خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته باید درناوی وشي.
متقي همداراز ویلي، د خوښۍ ځای دی چې افغانستان اوس په دیني او عصري برخو کې روڼاندي او وړ ځوانان لري او د هېواد د پرمختګ لپاره مهم ظرفیتونه رامنځته شوي دي.

