ملا نورالله نوري: د جګړو پړاو پای ته رسېدلی، اوس د ابادۍ او پرمختګ وخت دی

د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري، ویلي چې د جګړو پړاو پای ته رسېدلی او اوس د هېواد د ابادۍ، رغونې او پرمختګ وخت دی.
نوموړي د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ په یوه ولسي غونډه کې وویل، اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کړي او هغه پروژې یې هم پیل کړې چې د ده په وینا، د محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال ارزول شوې وې، خو د بېلابېلو لاملونو له امله وروسته پلې نه شوې.
ملا نورالله نوري زیاته کړه چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې امنیت او ثبات ټینګ کړی او د نظام له حاکمیت وروسته د اختلافونو او ناامنۍ د پای ته رسېدو لپاره عملي هڅې شوې دي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او خلکو ته د خدمت په موخه خپلې چارې پر مخ وړي او ټول تمرکز یې د افغانستان پر رغونه او پرمختګ دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر اوسنی امنیت او ثبات د اسلامي امارت د قربانیو او هڅو پایله وبلله او ویې ویل چې اوس د هر افغان مسوولیت دی، څو د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې خپله ونډه واخلي.
نوموړي ولسوالیو ته د خپلو سفرونو موخه له خلکو سره نېغ په نېغه لیدنې، د هغوی د ستونزو اورېدل او د حل لپاره یې د عملي لارو چارو موندل یاد کړل.
ملا نورالله نوري ټینګار وکړ چې د هېواد اوسنی وضعیت د امنیت، یووالي او ورورولۍ له پلوه مثبت دی او د افغانستان د لا پرمختګ لپاره د ولس او اسلامي امارت ترمنځ همغږي او همکاري مهمه بلل کېږي.

