ملګرو ملتونو: د مرستو کمښت په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتوي

ملګرو ملتونو د نړیوالو بشري مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د زیاتېدو خبرداری ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه سازمان ویلي، د مرستو کمښت د میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، پر ژوند منفي اغېز کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو د بشري اقداماتو څانګې د معلوماتو له مخې، له پروسږ کال راهیسې د نږدې یو میلیون ښځو او نجونو د ملاتړ پروګرامونه د بودجې د کمښت له امله محدود شوي دي.
همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به له ۱۰.۷ میلیونو ډېرې افغانې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا ولري، او په دې برخه کې یې د نړیوال ملاتړ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
بلخوا، د اسلامي امارت چارواکو هم پرلهپسې ټینګار کړی چې بشري مرستې باید له سیاسي موضوعاتو بېلې وساتل شي او افغانانو ته په بېطرفه او دوامدار ډول ورسېږي.

