ملګرو ملتونو: د مرستو کمښت په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتوي

ملګرو ملتونو د نړیوالو بشري مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د زیاتېدو خبرداری ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه سازمان ویلي، د مرستو کمښت د میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، پر ژوند منفي اغېز کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو د بشري اقداماتو څانګې د معلوماتو له مخې، له پروسږ کال راهیسې د نږدې یو میلیون ښځو او نجونو د ملاتړ پروګرامونه د بودجې د کمښت له امله محدود شوي دي.

همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به له ۱۰.۷ میلیونو ډېرې افغانې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا ولري، او په دې برخه کې یې د نړیوال ملاتړ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

بلخوا، د اسلامي امارت چارواکو هم پرله‌پسې ټینګار کړی چې بشري مرستې باید له سیاسي موضوعاتو بېلې وساتل شي او افغانانو ته په بې‌طرفه او دوامدار ډول ورسېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا