ننګرهار کې ۳۲۰ بزګرانو ته د سویابینو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې د ننګرهار په بهسودو، بټي‌کوټ، مومندرې او کوټ ولسوالیو کې له ۳۲۰ بزګرانو سره د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي.

د وزارت په وینا، دغه مرسته د یوې نړیوالې همکارې موسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره شوې چې پکې هر بزګر ته د سویابینو تخمونه او اړینې سرې ورکړل شوې دي.

چارواکي وایي، د مرستو ترڅنګ بزګرانو ته د سویابینو د کر، پالنې او حاصلاتو زیاتوالي په اړه روزنیز پروګرامونه هم وړاندې کېږي، څو کرنیز تولیدات لوړ او د خوړو خوندیتوب لا پیاوړی شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا