نن د جون ۳مه؛ د بایسکل نړیواله ورځ لمانځل کېږي

ملګرو ملتونو دغه ورځ په ۲۰۱۸ کال کې د ترکمنستان په وړاندیز د یوې پرېکړې له مخې نومولې ده.

دغه سازمان بایسکل د دوامدار پرمختګ، چاپېریال ساتنې او روغ ژوند لپاره یو اغېزناک او دوامداره ترانسپورتي وسیله بولي او ټینګار کوي چې د پاکو او ارزانه وسایطو کارول د ښارونو په کچه د هوا ککړتیا راکموي او د خلکو د ژوند کیفیت ښه کوي.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د اقتصادي ستونزو او د تګ راتګ د لګښتونو د زیاتوالي له امله په ښارونو او بازارونو کې د بایسکل کارونه زیات شوي دي. اوس بایسکل د ډېرو خلکو لپاره د ورځني تګ راتګ یو مهم او ارزانه بدیل ګرځېدلی، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د ترانسپورټي خدماتو محدود امکانات لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا