هرمز تنګي کې سوپر نفت‌وړونکې بېړۍ پر سمندري ماین لګېدلې

د مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، «الګایا» نومې سوپر نفت‌وړونکې بېړۍ د هرمز تنګي په سوېلي برخه کې، د ممنوعه سیمې د تېرېدو پر مهال له سمندري ماینونو سره لګېدلې او چاودنه پرې شوې ده.

د یاد ځواک په وینا، د بېړۍ د اور وژنې هڅې بریالۍ نه شوې او اور د نفت‌وړونکې بېړۍ ټوله برخه نیولې ده.

سپاه پاسداران ویلي، تر پېښې وړاندې یې د یادې لارې له خطرناکو شرایطو او له هغې څخه د تېرېدو د منعې په اړه خبرداری ورکړی و.

د سپاه پاسداران سمندري ځواک همداراز ویلي چې هرمز تنګی تړل شوی او لا هم د دغه ځواک تر «هوښیارې څارنې او کنټرول» لاندې دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا