هند کې دوه افغان وګړي د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي

د هند د ګوا ایالت پولیسو دوه افغان وګړي د معتبرې ویزې او قانوني سفري اسنادو له نشتوالي امله نیولي دي.
د راپورونو له مخې، لومړی افغان وګړی عبدالفضل د جولای په ۳۰مه د ارامبول ساحل ته څېرمه د معمول امنیتي ګزمې پر مهال ونیول شو.
د پولیسو په وینا، نوموړی له معتبرې ویزې او قانوني اسنادو پرته په هند کې اوسېده.
پولیسو ویلي، د نوموړي پر وړاندې د هند د بهرنیانو او مهاجرت قانون د ۲۳(الف) مادې له مخې قضیه ثبت شوې او له قانوني مراحلو وروسته نیول شوی دی.
په ورته وخت کې، پولیسو ۲۹ کلن افغان وګړی محمد نصیر حمیدي هم د مندرم سیمې د مدالمج له ساحې د ورته سرغړونې په تور نیولی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، نوموړی هم له معتبرې ویزې او قانوني سفري اسنادو پرته په هند کې پاتې شوی و.
د ګوا پولیسو ویلي، د دواړو افغان وګړو د نیول کېدو په اړه یې د بهرنیانو د ثبت سیمهییزې ادارې (FRRO) ته خبر ورکړی او له یادې ادارې یې غوښتي چې د افغانستان له سفارت سره د کورنیو د خبرولو او د راتلونکو قانوني اقداماتو لپاره همغږي وکړي.
د پولیسو په وینا، د دواړو قضیو حقوقي او اداري څېړنې روانې دي او پرېکړه به د هند د نافذه قوانینو له مخې وشي.

