هند کې د «کاکروچ ګوند» فعالیتونه ودرول شول؛ د ځوانانو د نارضایتۍ سمبول

په هند کې د «کاکروچ ګوند» په نوم یو طنزي او سمبولیک سیاسي حرکت، چې د ټولنیزو شبکو له لارې د ځوانانو ترمنځ مشهور شوی و، یوازې څو ورځې وروسته له پراخ بحثونو سره مخ شو او فعالیتونه یې وځنډول شول.
د ګوند بنسټ اېښودونکی ابیجیت ډیپکي ادعا کوي چې د دې حرکت رسمي وېبپاڼه له منځه وړل شوې او شخصي ټولنیزې شبکې یې هم تر سایبري برید لاندې راغلې دي.
دغه غورځنګ شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د هند د سترې محکمې د مشر قاضي سوریا کانت له څرګندونو وروسته رامنځته شو، چې ځینې بېکار ځوانان یې د «کاکروچ» سره تشبیه کړي وو. که څه هم قاضي وروسته خپل وضاحت ورکړ، خو د ځوانانو غبرګونونه کم نه شول.
راپورونه ښيي چې د دې سمبولیک حرکت انسټاګرام پاڼه په لنډ وخت کې میلیونونه پلویان ترلاسه کړي وو او ګڼ شمېر ځوانان ورسره یوځای شوي وو.
دغه حرکت په داسې حال کې پراخ شوی و چې په هند کې ځوانان د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او د ژوند د لګښتونو له لوړېدو سره مخ دي، او دا غورځنګ یې د اعتراضي غږ په توګه مطرح شوی و.

