ټرمپ؛ هر ځل هماغه ادعا: ایران به شاتګ وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په پوره ډاډ ادعا کړې چې ایران به ډېر ژر شاتګ وکړي؛ هغه ادعا چې خپله یې له دومره باور سره تکراروي، لکه د جګړې پایله چې لا له وړاندې لیکل شوې وي.
ټرمپ ویلي، هر څه د ده د خوښې مطابق روان دي او ایران به بالاخره بله لار ونه لري، خو د جګړې ډګر بیا تر اوسه داسې کومه نښه نه ده ښودلې چې دا دومره ډاډمنه وړاندوینه دې تأیید کړي.
بل لور ته، د ایران اسلامي جمهوریت چارواکي ټینګار کوي چې خپل دفاعي او پوځي عملیات به په پوره توان دوام ورکړي او د هر ډول اقدام پر وړاندې به مناسب ځواب ورکړي.
له همدې امله، د ټرمپ پرلهپسې ډاډمنې څرګندونې د جګړې له روانو واقعیتونو سره په پرتله د ډېرو لپاره د سیاسي شعار په څېر ښکاري، نه داسې وړاندوینه چې پایله یې له وړاندې معلومه وي.

