ټرمپ: امریکا د وینزویلا د تېلو پر زیاته برخه کنټرول ترلاسه کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې واشنګټن په یوه نوي تړون کې د وینزویلا پر څه باندې ۶۵ میلیارد بېرلو ثابتو تېلو زیرمو کنټرول ترلاسه کړی دی.
رویټرز د شنبې په ورځ، د اګسټ پر ۲۹مه، راپور ورکړی چې دغه معامله د وینزویلا د موقت حکومت او خصوصي سکتور په ګډون شوې او له مخې یې امریکا د دغه هېواد د تېلو شاوخوا پنځمه برخه تر کنټرول لاندې راوستې ده.
ټرمپ د معاملې د عملي کېدو په اړه بشپړ جزئیات نه دي وړاندې کړي، خو ویلي یې دي چې پر امریکايي مالیهورکوونکو به کوم لګښت ونه لري او د امریکا د تېلو زیرمې به ورسره دوه برابره شي.
د وینزویلا موقت حکومت هم له معاملې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه پروګرام کولی شي نږدې ۱۰۰ میلیارد ډالره خصوصي پانګونه راجلب کړي او د حکومت عواید لوړ کړي.
تر اوسه د تړون مهم جزئیات، په ځانګړي ډول د تېلو پر ساحو د کنټرول څرنګوالی او د امریکايي شرکتونو دقیق رول، روښانه شوي نه دي.
وینزویلا د نړۍ تر ټولو لویې ثابتې شوې تېلو زیرمې لري چې شاوخوا ۳۰۳ میلیارد بېرله اټکل کېږي.

