ټرمپ: امریکا د ګرینلینډ د امنیت واک ترلاسه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن له ډنمارک او ګرینلینډ سره د دې ټاپو د امنیت په اړه هوکړې ته رسېدلی، چې له مخې به امریکا د ګرینلینډ د امنیت په برخه کې دایمي واک ولري.

ټرمپ ویلي، امریکا به په ګرینلینډ کې د پام وړ پوځي حضور د پراخولو لپاره پلانونه پیل کړي او د هغه په وینا، د هوکړې له مخې به د امریکا سیال هېوادونه هلته پوځي اډه یا پوځي حضور نه شي رامنځته کولی.

خو د ډنمارک او ګرینلینډ چارواکو ویلي، هوکړه د ګرینلینډ حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کوي او د دې ټاپو د خلکو د خپلواک تصمیم حق هم په رسمیت پېژني.

ټاکل شوې هوکړه راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په څنډه کې لاسلیک او وروسته د ډنمارک او ګرینلینډ پارلماني پړاوونه بشپړ کړي.

ګرینلینډ د ډنمارک تر حاکمیت لاندې خودمختاره سیمه ده او د هوکړې له مخې به یې حاکمیت بدل نه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا