پاکستان کې زلزلې مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پنجاب ایالت په جهلم ولسوالۍ کې د ۴٫۸ درجې زلزلې له امله یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، زلزله تېره شپه شوې او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي. ویل کېږي، شاوخوا ۱۰ کورونه نږدې بشپړ نړېدلي او یو شمېر کسانو ته د سر ټپونه اوښتي دي.
سرچینې زیاتوي چې د زلزلې مرکز د جهلم سویل لوېدیځ ته شاوخوا ۵۸ کیلومتره لرې و.
پاکستان تر دې وړاندې هم د خونړیو زلزلو شاهد پاتې شوی چې له امله یې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ استوګنیز کورونه نړېدلي دي. افغانستان هم د سیمې له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون له جدي ګواښونو سره مخ دی.

