پاکستان کې ناامني؛ د درېیمې ربعې تلفات ۸۳ سلنه زیات شوي

د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې په دغه هېواد کې له ناامنۍ سره تړلي تلفات د دویمې ربعې په پرتله ۸۳ سلنه زیات شوي دي.

د دغه مرکز په راپور کې راغلي چې د جولای، اګست او سپټمبر میاشتو ترمنځ لږ تر لږه یو زر او ۴۱۵ کسان وژل شوي او ۵۵۸ نور ټپیان شوي دي.

دا تلفات په ۳۸۵ امنیتي او تاوتریخوالي پېښو کې ثبت شوي دي.

بلوچستان او خیبر پښتونخوا د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې اغېزمنې سیمې بلل شوې دي.

په بلوچستان کې ۸۲۹ او خیبر پښتونخوا کې ۵۵۶ کسان وژل شوي، چې د ټولو تلفاتو شاوخوا ۹۸ سلنه جوړوي.

راپور زیاتوي چې په بلوچستان کې د دویمې ربعې په پرتله د تلفاتو کچه له درې برابره ډېره لوړه شوې، په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې هم تلفات له ۴۷۵ څخه ۵۵۶ ته لوړ شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا